IQNA

د غزې د مظلومانو  په ملاتړ کې د یمن په صعده کې میلیوني لاریون

7:43 - June 08, 2024
د خبر لمبر: 3489342
ایکنا – د یمن په صعده کې په میلیونونو یمن والو  په ولولناک او پرتمین لاریون کې په ګډون سره د غزې دخلکو ترڅنګ پر شتون ټینګار وکړ.

ایکنانیوز د المسیره له قوله راپورراکړ،د یمن په میلیونونو خلکو په صعده کې په  ولولناک لاریون کې په ګډون سره ؛له غزې سره د ملګرتیا،د توان په پراختیا او د عملیاتو پر زیاتیدا ټينګار وکړ.

د یمن پوځ  او مبارزانو اعلان کړی دی، د فلسطین د مقاومت او ولس د ملاتړ په لړ کې به اجازت ورنکړي، د صهیونیسټانو کشتۍ یا هغه کشتۍ چې  د نیواکي ټاټوبو د بندرونو په لور تګ راتګ کوي، د عربو سمندر او سره سمندر له لارې  تیرې شي.

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع یوځل بیا وئيلي دي ، چې د نیواکي ټاتوبو په لور تلونکي درې نوره باري کشتۍ ئې ټارګټ کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4220236

captcha